ملګري ملتونه ۔3مارچ (اے پی پی) پاکستان وئيلي دي په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن نوې مېنډېټ بايد د افغان حكومت مشاورت سره وضعه كړې شي كوم چې بايد د جنګ ځپلي هېواد د خپلواكۍ په احترام او د افغان اولس د ژوند معيار په ښه كولو او استحكام ته په وده وركولو اډانه وي ٬ لرې د دې خبرې نه چې دا حكومت د نړيوالې ورورلۍ لخوا تسليم شوې دې يا نه دې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي تېره ورځ په سلامتي كونسل كښې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن د مېنډېټ جاج اخستلو نه وړاندې خبردارې وركړو چې په کابل كښې د حقيقي حكومت د متوازي انتظامې ډھانچې جوړولو كومه هم هڅه به په مكنه توګه د قبولولو وړ نه وي او دا به هغه باور او مرسته ختمه كړي كومه چې دا مهال د ملګرو ملتونو د مرستې مشن (یو اېن اے اېم اے)او کابل چارواكو ترمينحه روانه ده۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې د څلور لسيزو نه پس اوس په افغانستان كښې تلپاتي امن ته د ودې وركولو موقعه په لاس راغلې ده ولې چې په ګرد هېواد كښې يو حكومت دې او د دې بقا ته هېڅ خطر نشته۔ هغه په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه د افغانستان استحكام او په منطقه كښې تلپاتې امن باوري كولو له په افغانستان كښې په لويه كچه د بشري بحران نه بچ كېدو او د افغان معيشت د تباه كېدو نه ساتلو له كار وكړي۔ هغه هيله ولرله چې د يوكرېن صورتحال اغېز به په افغانستان نه پرېوزي ولې چې په تېرو 40 كلونو كښې دا تېروتنه دوه وارې تكرار شوه چې افغانستان په خپل حال پرېښودلې شو او د دې ناوړه اثرات رامخې ته شول۔ پاكستاني استازي منېر اكرم د ملګرو ملتونو په مشرتابه كښی د افغانستان بېنكنګ سسټم ته د رقم منتقل كېدو هڅو ستائنه وكړه۔ هغه ووئيل د افغانستان مالياتي اثاثې بايد بحال كړې شي او د كوم هېواد لخوا په دې كښې د نيمو ضبط كولو وړاندېز د افسوس وړ دې۔ هغه ووئيل د افغانستان او د دې د ګاونډي هېوادونو امنيت زيات مهم دې او دا مهال ځينې داسې هېوادونه هم شته كوم چې ترهګرۍ ته وده او د سيمه ايزو هېوادونو او په خاص توګه د پاكستان په ضد افغان خاورل كارول روان ساتل غواړي۔ هغه په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه په افغانستان كښې د د اعش خراسان ختمولو او د نورو ترهګرو لخوا د پېښو خطرو مخنيوي له د افغان چارواكو د ھڅو ملاتړ او ډاډګيرنه وكړي۔ پاكستاني استازي ووئيل پاکستان به افغانستان او سيمه كښی د امن ٬ استحكام او سوكالۍ ګډو مقصدونو ودې له افغان چارواكو ٬ سيمه ايزو او دې كښې نورو خوښي لرونكو هېوادونو سره په ګډه كار روان ساتي۔
افغانستان كښې استحكام ٬ منطقه كښې امن باوري كولو له افغان حكومت سره تړون ضروري دې٬ پاكستان
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش