اسلام آباد ۔ 23 نومبر(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي هند منطقه نا امني پلو بيائې۔ د هند د اشتعال انګېزۍ په سوب منطقه جنګ پلو تللې شي كوم چې سم عمل بيخې نه دے۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وفاقي وزير خواجه آصف ووئيل د هند لخوا په كنټرول لائن د ډزو لړۍ ورځ په ورځ زياتېږي او كومې كاروائۍ چې هند كوي دا په يو ??وئے جنګ بد??ېدې شي۔ هند د عامو وګرو ودانۍ په نښه كوي۔ تېره ورځ هم هند په وادي نيلم كښی په يو ??سافر بس ډزې كړې چې په نتيجه كښې ئې زمونږ د درېو ځلمو په شمول ټول 7 كسان شهيدان شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل دا مهال د هند وزيراعظم نريندر مودي خپل هېواد كښې په سياسي توګه كمزورې شوې ۔ ده ووئيل پاكستان د هندي جارحيت سم ځواب وركوي۔ او د پخوا په شان تېره ورځ هم د هند اكثر عسكر ووژلې شوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز تېره ورځ د ملګرو ملتونو په شمول نړيوالې ادارې په كنټرول لائن د هندي كاروايو څخه خبر كړې۔ ده ووئيل د هند د ناوړه رويې په سوب دا وضعه په لوئې جنګ بد??ېدې شي۔ ده ووئيل هند د پاكستان امن ٬ پرمختګ او سوكالي ليدلې نه شي۔ په تر ھګرۍ تر ډېره حده قابو موندل او د سي پېك منصوبه په تندۍ سره بشپړول دي۔۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل پاكستان د لوئے زړه څرګندونه كولو سره هارټ آف اېشیا کانفرنس كښې ګډون له هند ته تللو خو ولې اوس پرې غور كېدې شي۔ خارجه سلاحكار هم په دې اړه څو ورځې وړاندې بيان وركړې ؤ چې پاكستان به د معمول ترمخه راروان هارټ آف اېشياﺀ كنفرنس كښې ګډون كوي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ اړخ ته په اېل او سي وداني زياته ده۔ ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف په تېره كابينه ميټنګ كښې يوه كمېټۍ جوړه كړې وه چې د هندي لاس وهنې په سوب د پاكستان اولس كوم مالي او ځاني زيان سره مخ دي د دغې دې ازاله وك??ې شي
د هند تاؤ تريخوالې په سوب منطقه جنګ پلو تللې شي كوم چې سم عمل ېيخې نه دے
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی