اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی سره صدر نیشنل مشائخ کونسل پاکستان خواجه غلام قطب الدین فریدی د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔د خبرو اترو په مهال د کورونا وبائی چیلنج مخنيوي په لړ كښې د حکومتی اقداماتو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان كښې کورونا وبا عروج ته رسيدونكې ده،په داسې حالاتو كښې بايد په احتیاطی تدابیر په سختۍ سره عمل وكړے شي۔ ده ووئيل حکومت دې ډول نړيوال چیلنج مخ نيوي له هلې ځلې كوي خو تر هغې په دې وبا قابو نه شي موندلے كيدے تر څو چې اولس او په خاص توګه علماء او مشائخ مرسته ونه كړي۔ د کورونا وبا خپريدو مخ نيوي لپاره د حکومت په خواست د علماء او مشائخو د اړخه مرسته او اولسي غونډو څخه ډډه كول د ستائنې وړ ده۔ صدر نیشنل مشائخ کونسل خواجه غلام قطب الدین فریدی مقبوضه جمو او کشمیر كښی د بشري حقونو خلاف ورزۍ په نړيوال فورمز رامخې ته كولو او په ښه خارجه پالیسی خپلولو خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی له مبارکي وركړه
خارجه وزير شاہ محمود قریشی سره د نیشنل مشائخ کونسل صدر خواجه غلام قطب الدین فریدی وليدل
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری