اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاکستان او عمان خپلو كښې پخوانۍ قوي اړيكې لري كومې چې په شريك كلتور ، ورورولۍ او اولسي رابطو اډانه دي، پاکستان عمان سره تجارت او سرمايه کارۍ زياتولو سره سره كوټلې اقتصادي اړيكو خوښې لري۔دا خبره ده د عمان سوداګرو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چې د زيارت په ورځ ده سره ليدلې ؤ۔د پلاوي مشري د عمان چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري چيئرمېن رضا جمعه محمد علي الصالح کوله دغسې عمان څخه د پاکستاني سوداګر هم پھ دې مهال موجود ؤ۔ د عمان 22 كسيزه پلاوي وزيراعظم ته ووئيل 20 كاله پس په وړومبي ځل د عمان پلاوي کاروبار او سرمايه کارۍ لپاره پاکستان ته راغلې۔ موجوده حکومت کاروبار دوست پاليسۍ د سېلګرۍ پرمختګ ، فشريز سيکټر، بندر ځايونو ښارونو كښې سټوريج او وئير هاؤسنګ او ګوادر كښې پرمختيائي پروژو كښې سرمايه كارۍ لپاره ښه چاپير چل وركوي۔پلاوي د عمان او پاکستان ساحلي ښارونو ترمينځه فيري سروس،سي پيك منصوبو او په خاص توګه ګوادر صنعت کارۍ ، زرعي څانګې او عمان او پاکستان ترمينځه زمكيزې او سمندري لارو مشتمل يو مجوزه کوريډور كښې سرمايه کارۍ په موقعو كښې خوښي څرګنده كړې كوم به چې مينځنې ختيز ، مينځنې اسياﺀ ، افريقه او سوئيلي ختيز وتړي او پاکستان ته به په دې كښې مرکزي حيثيت ترلاسه وي۔غونډه د کووډ وباء په مهال سمندر پورې پاکستانيانو مرستې او عمان كښې د پاکستاني بنديوانو راخوشي كولو كښې د سلطنت عمان د اړخه مرستې په اړه خبر كړې شوه۔ وزيراعظم عمران خان نه يواځې کوويډ۔19 په مهال د عمان حکومت او سوداګرو ورورولۍ د پاکستانيانو د معاونت هركلې وكړو بلكه اړوندو حكومتي ادارو ته ئې سپارښتنه وكړه چې د عمان او پاکستان ترمينځه تجارت او سرمايه کارۍ په څانګو كښې مرسته زياتولو له ګامونه پورته كړي۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شوکت فياض ترين، مخدوم خسرو بختيار، وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د سي پيك خاص مرتسيال خالد منصور، د سرمايه کاري بورډ چيئرمېن اظفر احسن، اړوندو چارواكو ، د عمان سوداګرو پلاوي ، عمان څخه د پاکستان نژاد سوداګرو او عمان كښې كار كونكو پاکستاني سوداګرو ګډون وكړو
وزيراعظم عمران خان سره د عماني سوداګرو پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج