اسلام آباد۔2جنوری(اے پی پی) سياسي ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د زړورتيا او پوهې له امله د صدر پوټن په څير نړيوال مشران اوس په ښکاره د اسلام فوبيا په اړه خبرې کوي۔ د اتوار په ورځ په یو ټوېټ کښې خاص مرستیال ووئیل، د پروردګار شکر دی چې مونږ یو داسې مشر لرو كوم چې د ټولې نړۍ د مسلمانانو غږ جوړ شوې او د اسلام اصل اساس٬ چې لويې مثال ئې د مدينې رياست او د هغې اصول دي ٬ ئې په نړيواله كچه د بحث لاندې راوستې۔ هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان د زړورتيا او پوهې په وجه د صدر پوټن په څير نړيوال مشران اوس په ښکاره د اسلام فوبيا په اړه خبرې کوي
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino