اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان تيونس سره خپلې اړيكې ډېر مهمې ګڼي كومې چې په شريك مذهب كلتور او تاريخ اډانه لري۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ پاكستان كښې د تيونس سفير برهان الكامل سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم عمران خان د اسلامي نړۍ لارښودو ته خطونه استولي دي په كومو كښې چې د اسلامو فوبیا مسئلې او د ګردې نړۍ اسلامي هېوادونو لخوا د دې مسئله په ګډه د پورته كولو په حاجت زور راوړلے شوے و۔ د تیونس سفیر د وزيراعظم د خط په ځواب كښې د تيونس صدر خط هم وزيراعظم ته وركړو۔ وزیراعظم مسلمانانو لارښودو ته استولې شوي خط كښې د مسلمانانو په نخښه كولو كمپائن په ضد په ګډه د فوري هڅو كولو په حاجت زور راوړلے سره وئيلې وو چې د بېلو مذهبونو ترمينځه د مذاكراتو عمل مضبوط كړے شي
د وزيراعظم عمران خان د تيونس سفير سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo