اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې زمونږ حكومت د اسلاموفوبيا مخنيوي لپاره په هر فورم غږ پورته كړې٬ ګردې اسلامي نړۍ ته د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيوالې ورځ لمانځلو په كاميابۍ مباركي وركوم، تحريك انصاف تل د اولس د هيلو نمائندګي كړې ده چې له امله يۍ په هر محاذ كاميابي ترلاسه شوې٬ د اولسي ملاتړ په س??ب به په اوسني سياسي محاذ هم كامياب شؤ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د قامي ??سمبلۍ غړو مخدوم زين حسېن قرېشي، م??مد ابراهيم خان، طاهر اقبال، اورنګزېب خان، رياض فتيانه، سردار نصرالله درېشك، نجيب هارون، سردار محمد خان لغاري، عاصمه قدير او جويريه ظفر وزيراعظم سره ملاقات وكړو٬ د سندھ د قامي ??سمبلۍ غړې صائمه نديم، د صوبائي اسمبلۍ غړې رابعه اظفر، د پي ټي آئي عموموي سېكتر مبين جتوئي او ارسلان ګھمن هم په دې موقع موجود وو۔ د ملاقاتونو په مهال وفاقي وزيرانو مخدوم شاه محمود قرېشي، م??دوم خسرو بختيار، سيد علي زېدي او خاص مرستيال ملك عامر ډوګر هم ملاقات كښې ګډون كولو۔ پارلماني غړو وزيراعظم ته په ملګرو ملتونو كښې د اسلامو فوبيا مخنيوي پحقله د قرارداد په منظورېدو مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حکومت د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره په هر فورم غږ پورته كړې، زمونږ د هلو ځلو په سبب نړيوالو مشرانو چې پكښې د روسيه صدر پيوټن او د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو هم شامل دې د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره آواز پورته كړې، ګردې اسلامي نړۍ ته په دې كاميابۍ مباركي وايم۔ وزيراعظم ووئيل تحريك انصاف تل د اولس د هيلو نمائندګي كړې ده چې په سبب ئې په هر محاذ كاميابي ترلاسه شوې ده٬ د اولسي ملاتړ په س??ب به په موجوده سياسي محاذ هم كاميابي ترلاسه كړؤ۔ د ملاقاتونو په مهال په اړوند حلقو كښې د پرمختيائي منصوبو په پېشرفت او په سياسي چارو هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم د قامي ??سمبلۍ غړو ته په خپلو حلقو كښې د اولسي رابطو تندولو او د كاركنانو فعاله كولو هم امر وكړٶ
زمونږ حكومت د اسلاموفوبيا مخنيوي لپاره په هر فورم غږ پورته كړې٬ ګردې اسلامي نړۍ ته د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيوالې ورځ لمانځلو په كاميابۍ مباركي وركوم۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش