کوئټه 09 اګست (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د بلوچستان سباٶن روښانه دے٬ بلوچستان د څو لسيزو راهسې د محرومۍ ښكار ٶ۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د بلوچستان پوهنتون 14م كانووكېشن دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل د پاکستان پرمختګ بلوچستان سره تړون لري٬ د صوبې د محرومۍ احساس لرې كولو لپاره حكو??ت بشپړه اقدامات كړې٬ بلوچستان كښې د سي پېك له مخې د نوو منصوبو او سړكو جال خپرولې شي٬ پرمختيائي منصوبې به په وخت ترسره كولې شي۔ اولس مشر ووئيل بلوچستان د پاکستان يوه داسې منطقه ده كومې چې عظيم شخصيات زېږولې دي او د خپل علمي صلاحيتونو او كارنامو په سبب ئې په تاريخ نه ورانېدونكې نښې پرېښې ۔ده ووئيل دا يو دلچسپ تاريخي اتفاق دے چې نن يو ځل بيا نړۍ مونږ پلو د اميد په نظر ګوري او پكښې د پاكستان د نورو سيمو نه علاوه د بلوچستان کردار کلیدي دے۔ اولس مشر ووئيل ستاسو پړقېدونكې او روښانه څېرې د پاكستان د ځالانده سباٶن زېرے دے او په اميد سره وئيلې شم چې ستاسو په مينځه كښې ھغه خوش قسمته ځوانان هم موجود دي كوم چې به د هېواد روښانه سباٶن لپاره د قامي هلو ځلو مشري كوي۔ ده ووئيل زه د بلوچستان د ځوانانو په صلاحيتونو باور لرم چې ھغوي به هېواد كښې خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي او په دې لړ كښې د بلوچستان پوهنتون او د صوبې نورو تعليمي ادارو ذمه وارۍ زياتې شوي ۔ ده ووئيل صوبائي حكو??ت به د وفاق او نورو قامي ادارو په مرسته دا كردار په ښه طريقه ترسره كړي۔ اولس مشر زده كوٶنكو ته ووئيل ستاسو په كلونو زده كړې به رنګ راوړي او په دې زه تاسو ٬ ستاسو استاذانو او مور او پلار له مباركي دركوم او ستاسو د سباٶن كاميابو لپاره لاس په دعا يم ۔اولس مشر زده كوٶنكو ته ووئېل ھغو?? خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول تر سره كړئ او نوې رجحاناتو او تحقيق ته هم ژور نظر وكړې دغسې چې په چېلنجونو قابو موندلو له هېڅ ډول كمزوري محسوس نه شۍ۔ اولس مشر ووئيل د ايوا?? صدر خرڅونه كم شوي او رقم ئې نېشنل يونيورسټي آف مارډن لېنګوېچز (نمل) ته سپارلې شوې دغسې چې په ګوادر كښې كمېپس جوړ كړي او د بلوچستان زده كوٶنكو ته چينائي ژبه وښائي۔ ده ووئېل د سي پېك فعاليت نه پس به ځائي خلقو ته د دغې خواږه رسولو لپاره دې اقداماتو ته پرله پسې اړتيا ده ۔ ده ووئيل دا معامله وفاقي او د صوبائي حكومتونو په ترجيحاتو كښې شامله ده۔ دې څخه وړاندې اولس مشر د پوهنتون كاميابه زده كوٶنكو له سندونه او ګولډ مډال هم وركړل ۔ د د ستورې په پائې كښې اولس مشر د پوهنتون د انتظاميې د هڅو ستائنه او كاميابه زده كوٶنكو له مباركي وركړه ۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍ، د بلوچستان پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر جاوېد اقبال صوبائي وزيران او نورو اعلٰې چارواكي هم موجود وو
د پاکستان پرمختګ بلوچستان سره تړون لري
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ