اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې په تاريخ كښې په وړومبي ځل بې وسو ته ريليف ترلاسه شوې٬ پاکستان د عمران خان په مشرۍ كښې په بې پرې خارجه پاليسۍ عمل كوي، وزيراعظم عمران خان تاريخي ريليف پېکج وركولو سره د اولس زړونه ګټلي٬ د شهري دفاع اهميت مسلمه دے، په هر ډول قدرتي آفتونو كښې سول ډ??فن?? د مرستې په كارونو كښې تل وړاندې و??٬ په اوسني دور كښې د شهري دفاع افاديت د وړاندې نه څو چنده زيات شوې دي، د سول ډ??فن?? څانګې ذمه وار په زړه پورې خدماتو د پېرزوئنو مستحق دي، سول ډ??فن?? كښې جدت او دا د جديد تقاضو سره همكاره كولو ته اړتيا ده ۔ وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د شهري دفاع نړيوالې ورځ پحقله د سول ډ??فن?? اسلام آباد تر سېوري لاندې نېشنل انسټي ټيوټ آف فائر ټيکنالوجي كښې دستورې ته خپله وېنا كښې و??ړه۔ وفاقي وزير ووئيل سول ډ??فن?? ته مباركي وړاندې كوم٬ په اتم اكتوبر ادارې ښه خدمات ترسره كړي، اوجړي کېمپ او د 65ء په جنګ كښې د سول ډ??فن?? کردار د ستائنې وړ دې۔ ده ووئيل ادارې له د سكولونو٬ كالجونو او پوهنتونو زده كوٶنكو ته تربيه وركولو لپاره خاص سېشن كول پك??ر دي او د تربيې دا سېشن په ??لو??و واړو صوبو كښې پك??ر دي۔ وفاقي وزير ووئيل آفتونه د راتللو وېنا نه كوي٬ قام له ويخ پاتې كېدل وي او پاكستانې قام يو عظيم قام دې په لږ وخت كښې تيارېږي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د اېن جي اوز هم تربيه پك??ر ده او بهر هېوادونو څخه تربيه اخستل پك??ر ده ٬ د سول ډ??فن?? اهلكارو له دې د فارن ټرېننګ اهتمام وكړې شي۔ داخله وزير ووئيل د نيوزي لېنډ په طرز د آسټراليا لوبډلې ته هم د جعلي مېلز د لارې دړكې وركړې شوې كومې چې زمونږ ادارو ناكامه كړې٬ وړومبې مو د سائبر اټېك او د ډرونز ټېكنالوجۍ په اړه نه وو اورېدلې خو اوس نړۍ بدله شوې ده۔ د لانګ مارچ پحقله شېخ رشيد احمد ووئيل دا خپل لانګ مارچ دې٬ د بلاول مارچ خپل مارچ دے٬ د 23 مارچ په حواله به لانګ مارچ ته ګورؤ، په 23 مارچ به دفاعي هلې ځلې و??٬ بلاٶل راځې٬ راپرېږدۍ٬ د كور خبره به په كور پاتې شي، په عدم اعتماد كښې لويه فاصله ده۔ وفاقي وزير ووئيل په پېنډۍ كښې درې وېم?? پوهنتونه جوړ شوي دي٬ كوم چې يو اعزاز دے او دا په پاكستان كښې بل ځائ نشته٬ د تعليم پحقله د پېنډۍ ښار د 37م نه وړومبې نمبر ته راوستل هم د اعزاز خبره ده ٬ د قام لونړا چې لوستې و?? نو د راتلونكې نسل به هم بهترين تربيه وشي
په تاريخ كښې په وړومبي ځل بې وسو ته ريليف ترلاسه شوې٬ وزيراعظم تاريخي پېکج وركولو سره د اولس زړونه ګټلي٬ د شهري دفاع اهميت منلې شوې٬ شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر