اسلام آباد ۔2فروری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي اپوزيشن توان نه لري٬ داخله وزارت په يو كال كښې د نادرا 87 نوې مركزونه پرانستل ٬ داخله وزير پرنس عبد العزيز بن سعود بن نائف به د داخله وزات په بلنه د پاكستان دوره كوي٬ سعودي عربستان سره زمونږ اړيكې له هماليه څخه زياتې دنګې دي٬ سعودی داخله وزير به د پاكستان وزيراعظم او صدر سره ملاقاتونه كوي ، وزیراعظم عمران خان به د فرورۍ په 3 مه نېټه د چين تاريخي دوره كوي٬ دروانې نړيوالې وضعې حوالې سره به په سي پېك او نورو معاملو غور كولې شي٬ د فرورۍ په 5 مه نېټه به د كشمير يووالي ورځ لمانځلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ اسلام آباد كښې د داخله وزارت په ميډيا سېنټر كښې يو مهم خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل په لال حوېلۍ كښې به د كشمير يووالي دستوره كولې شي۔ نواز شریف يو بدبخته انسان دې كوم چې د جعلي رپورټس په بنياد تښتېدلې دې٬ په نړۍ كښې كوم داسې لارښود نشته چې د هېواد نه تښتېدلې وي٬ پخپله د كورونا د لاسه نه راځي او خلكو ته وائي په كورونا كښې جلسې جلوسونه وكړۍ۔ هغه ووئيل عمران خان وئيلي چې په درې مهمو مياشتو كښې يوه تېره شوې۔ دوه مياشتې نورې پاتې دي٬ اپوزيشن دې اسلام آباد ته د راتللو شوق پوره كړي۔ په 27 مارچ او 23 مارچ دې هم خپل شوق پوره كړي۔ هغه ووئيل عمران خان هغه يوازينې انسان دے كوم چې نن هم په افغانستان كښې د رامخې شويو بشري مسئلو په اړه خپل غږ پورته كوي۔ شېخ رشيد ووئيل داخله وزارت په يو كال كښې د نادرا 87 نوې مركزونه پرانستل۔ وفاقي وزير ووئيل بهر هېوادونو كښې 13 نوې مركزونه د روان كال په مهال پرانستلې شي ٬ په سندھ كښې 13 پاسپورټ مركزونه جوړول غواړؤ په دې كښې تاخير د سندھ حكومت لخوا كېږي۔ هغه ووئيل نه كوم صدارتي نظام راروان دې او نه كومې بېړنې حالت۔ نه كوم ډېل كېدونكې دې او نه ډهيل وركړې كېدونكې دې۔ دغسې كوم عدم اعتماد هم نه دې رامخې ته كېدونكې۔ په دې مهال وفاقي وزير د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل تحریک طالبان پاکستان د ترهګرۍ پېښې سوا كړې دي۔ اسلام آباد كښې د دوئي دوه ترهګر وژلې شوي دي چې ورسره مونږ د دوئي په اړه معلومات ترلاسه كړي ٬ ټی ټی پی داسې مطالبي كوي كومې چې كوم ټاكلي حكومت قبولولې نه شي٬ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د داخله وزارت ټولو ادارو انچارج صاحبان اختيار لري ، په اېف آئی اے كښې هم د روټېشن پالېسي عملي شوې داسې به نادرا كښې هم كېږي۔ هغه ووئيل عمران خان خوشبخته دې چې د هغه اپوزيشن نالائقه دې۔ هغه ووئيل افغانستان څخه روزانه 5 سوه كسان راځي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل آئی اېم اېف ته څوك له ښې ورځې نه ځي مونږ هم د مجبورۍ نه تلې يؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل داخله وزارت د خواښې او نږور د جھګړو ځائې نه دې
داخله وزارت په يو كال كښې د نادرا 87 نوې مركزونه پرانستل ٬ سعودي عربستان سره زمونږ اړيكې هماليه څخه زياتې دنګې دي٬ شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم