اسلام آباد 07 اپريل (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې پاكستان ډي اېټ فورم ته خاص اهميت وركوي٬ مونږ ته به بدليدونكو ترجيحاتو او د چېلنجونو مخ نيوي لپاره خپل ځان تيارول وي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ پھ بنګله دېش كښې د ډي اېټ د وزارتي كونسل 19مې غوڼډې ته د وېډيو لنك د لارې په خپله وېنا كښې وكړې۔په ډي اېټ ورچوئل غونډه كښې مصر٬پاكستان٬بنګله دېش٬ سري نكا٬انډونېزيا٬ماليزيا٬نائيجېريا او تركيه شامل دي۔خارجه وزير په خپله وېنا كښې ووئيل چې نن مونږ د ټېكنالوجۍ پرمختګ ګورو ورسره ورسره د غېر مساوي موقعو نړۍ هم زمونږ په وړاندې ده۔د كورونا وائرس د نړيوالې وبا صورتحال دا فرق لا زيات كړې۔ده ووئيل چې د ډېرو پرمختګ كونكو هېوادونو په نړيوال اقتصاد نړيوال سپلائي چېلنج او د تعليم په څانګه كښې موجودګي ډېره كمه ده٬دا فرق نه يوازې د امير او غريب هېوادونو ترمينځه فرق زياتوي بلكې د ځوان نسل د حوصله شيكنۍ سبب هم دې۔خارجه وزير ووئيل چې زمونږ سباؤن زمونږ ځوان كل سره تړون لري٬زمونږ د آبادۍ 60 فيصده برخه د ځوانانو ده٬مونږ هڅې كوو چې دوي ته نوې ټېكنالوجي ورسولې شي۔ده ووئيل چې مونږ د پاكستان ځوانانو ته د تعليم او روزګار موقعې وركولو سره د دوي خپلواكه كولو اقدامات كوو۔ده ووئيل چې مونږ ته به بدليدونكو ترجيحاتو او د چېلنجونو مخ نيوي لپاره خپل ځان تيارول وي
مونږ ته به بدليدونكو ترجيحاتو او د چېلنجونو مخ نيوي لپاره خپل ځان تيارول وي۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ډي اېټ د وزارتي كونسل ورچوئل غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais