اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د يوكرين صدر ولادي مير زيلينسكي د نهې په ورځ ټېليفوني تماس نيولے او دواړو مشرانو د يوكرين په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔وزيراعظم عمران خان په يوكرين كښې په جاري عسكري شخړه د افسوس څرګندونه كولو سره د سمدستي جنګ بندۍ او مذاكرات او سفارتكارۍ د لارې شخړې هوارولو لپاره د پاكستان د اصولي دريځ پخلے كړے ۔د وزيراعظم مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان په يوكرين كښې په جاري عسكري شخړه د افسوس څرګندونه كړې او د سمدستي جنګ بندۍ او مذاكرات او سفارتكارۍ د لارې د شخړې حل لپاره ئې د پاكستان د اصولي دريځ پخلے كړے ۔وزيراعظم ووئيل هغه په پرمختګ كوونكو هېوادونو د شخړې منفي معاشي آغېز پرله پسې رامخې ته كوي كوم چې د تېلو او نورو څيزونو په بيعه كښې د اضافي نه څرګندېږي۔وزيراعظم عمران خان د عامو وګړو لپاره د بشري همدردۍ په بنياد د مرستې په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دي پاكستان په يوكرين كښې د خلكو لپاره د بشري همدردۍ په بنياد د سامان وركولو لپاره 2 سي- الوتكې روانې كړي۔د او ائې سي (اسلامي مرستې تنظيم) خارجه وزيرانو كونسل د اوسنۍ غونډې ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل د اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو د يوكرين د شخړې په سبب په امنيت او بشري صورتحال د تشويش څرګندونه كولو سره په سمدستي توګه د جنګ بندې په خاتمه زور راوړے او د او آئي سي غړي هېوادونه د مذاكراتي عمل ملاتړ او د سهولت وركولو ته اماده شوي . وزيراعظم ووئيل د پاكستان پشان غېر جانبدار هېوادونه جنګ بندۍ او د شخړې سفارتي حل هلو ځلو ته په قوت وركولو كښې كردار ترسره كولې شي. وزيراعظم عمران خان د يوكرېني چارواكو له مخې پاكستانو زده كوونكو او وګړو سره سره د سفارتي عملې په انخلا كښې په مرسته هم مننه كړې . وزيراعظم د نورو هېوادونو لخوا د سفارتي حل اسانيو لپاره كېدونكې هڅې هم ستائيلې دي
وزيراعظم عمران خان ته د يوكرين صدر ولادي مير زیلینسکي ټېليفون٬د يوكرين په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : گرم گرم