اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د فيك نيوز د زياتېدونكې لعنت په حوصله ماتولو زور راوړے او وئېلې يې دي چې فيك نيوز په ټولنه كښې د اړي ګړي سبب جوړېږي٬اړوندې ډلې دې د فيك نيوز خپرولو څخه ډډه وكړي۔ده دا خبرې د پيمرا چيئرمېن محمد سليم بيګ سره د ملاقات په مهال وكړې۔د ملاقات په مهال د پيمرا چيئرمېن صدر مملكت ته په پاكستان كښې د اليكټرانك مېډيا ودې او آسانيو په اړه د خپلې ادارې د كال 20 – 2019 رپورټ وړاندې كړو۔ده په هېواد كښې رېښتيا او سمو معلوماتو لپاره شوي اقدامات هم په ډاګه كړل۔په دې موقع صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل ټولنه د بې بنسټه خبرونو چېلنج سره مخ ده او دا د اړوندو اسټيك هولډرز ذمه واري ده چې هغوي د فيك نيوز خپرېدو څخه ډډه وكړي ځكه چې دې سره خلق مسئلو سره مخ كېړي۔صدر ووئيل نا سمه خبرونه خپرېدل د اسلام روح خلاف كار دے او دا د مېډيا هاؤسز اېډيټوريل بورډ او علماﺀ كرامو اخلاقي ذمه واري ده چې هغوي د بې بنسټه خبرونو چېلنجونو مخ نيوي لپاره په خلقو كښې خبرتيا پېدا كولو او د هغوي لارښوونه كولو له خپل كردار تر سره كړي۔ده د پيمرا په چيئرمېن زور راوړو چې د اليكټرانك مېډيا د لارې غېر جانبداره٬درست او تصديق شوي معلومات خپرول باوري كړي دغسې چې د فيك نيوز مخ نيوې باوري كړے شي۔صدر د پيمرا كاركردګي وستائېله او د پيمرا چيئرمېن له ئې د خپلې هر ممكنه مرستې باور وركړو۔
بې بنسټه خبرونه په ټولنه كښې د اړي ګړي سبب جوړېږي٬اړوندې ډلې دې د فيك نيوز خپرولو څخه ډډه وكړي۔د صدر ډاكټر عارف علوي د پيمرا چيئرمېن سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha